امنیت او پېښېمهم خبرونه
په جاپان کې د ۶.۲ درجې زلزله د هېواد لوېديځ ولړزاوه

د جاپان د هوا پېژندنې ادارې اعلان کړی چې د رېکټر په کچه د ۶.۲ درجې زلزله د دې هېواد لوېديځې برخې ولړزولې دي.
د خپرو شويو مالوماتو له مخې، دا زلزله د جاپان په لوېديځو سيمو کې رامنځته شوې، خو تر اوسه پورې د احتمالي مرګژوبلې يا مالي زيانونو په اړه کوم جزئيات نه دي خپاره شوي.
د اړوندو چارواکو په وینا، د زلزلې وضعیت تر څېړنې لاندې دی او تر دې دمه د سونامي د خبرداري په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.
جاپان د خپل جغرافيايي موقعيت له امله په دایمي ډول د ارام سمندر د زلزلهخېز پټې په سیمه کې پروت دی، نو ځکه دا هېواد تل د بېلابېلو زلزلو شاهد وي او اړوندې ادارې يې په دوامدار ډول وضعیت څاري.




