رویترز: د امريکا ځانګړی استازی د عراق په چارو کې له دندې ليری شوی

د رويټرز خبري اژانس د باخبره سرچينو په وينا، مارک ساوایا، چې تېر کال د اکتوبر په مياشت کې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د عراق په چارو کې د واشنګټن د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی و، نور دا دنده نه لري. خو د واشنګټن رسمي چارواکو تر اوسه په علني ډول دا بدلون نه دی تأييد کړی.
سرچينې وايي، لا څرګنده نه ده چې کوم لاملونه د ساوایا د ليرې کېدو سبب شوي او ايا بل څوک به په رسمي ډول د هغه ځایناستی وټاکل شي که نه. د دغو سرچينو له مخې، د ساوایا د ليرې کېدو يو علت د ده «ناسم مديريت» په ځينو مهمو دوسيو کې بلل شوی دی.
رويټرز د دغو سرچينو له قوله زياتوي، د ساوایا ناتواني په دې برخه کې چې د عراق پخوانی صدراعظم نوري المالکي د راتلونکي احتمالي صدراعظم په توګه مطرح نه شي، له اصلي نيوکو شمېرل شوې ده. ټرمپ وړاندې په ښکاره توګه بغداد ته د دې موضوع د پايلو په اړه خبرداری ورکړی و.
يوه باخبره سرچينه او يو لوړپوړی عراقي چارواکی رويټرز ته ويلي، امکان شته چې تام باراک – د امريکا سفير په ترکيه کې او د واشنګټن ځانګړی استازی د سوريې په چارو کې – به د عراق د چارو مسئوليت د امريکا په بهرنيو چارو وزارت کې پر غاړه واخلي. باراک همدا اونۍ په اړيبل کې د سوريې له ډيموکراتيکو ځواکونو سره د ليدنې لپاره سفر کړی و.
رويټرز زياتوي چې د باراک ویاند د دې موضوع په اړه له څرګندونو ډډه کړې او د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پوښتنې سپينې ماڼۍ ته راجع کړې دي. سپينې ماڼۍ هم تر اوسه د ساوایا د حالت او يا د هغه د احتمالي ځایناستي په اړه وضاحت نه دی ورکړی.
په مقابل کې، ساوایا د پنجشنبې په ورځ له رويټرز سره په خبرو کې د خپلې دندې په اړه هر ډول بدلون رد کړی او ويلي يې و چې لاهم د دې مسئووليت د رسمي تصديق اداري پړاوونه تېرېږي، او دا بهير به ژر بشپړ شي.
خو د پنجشنبې له ورځې راهيسې د ساوایا حساب په ټولنيز پلاتفورم «ايکس» کې، چې تر دې وړاندې فعال و، نه دی موندل شوی، او هغه د جمعې او شنبې په ورځو د رويټرز د روښانتيا غوښتنو ته هم ځواب نه دی ورکړی.
ساوایا، چې مخکې يې په ديترويت کې د ماريجوانا له سوداګرۍ سره تړاو لرله او د ټرمپ له نږدې کسانو بلل کېږي، د ديپلوماتيک سوابقو نه لرلو له امله د دې مقام لپاره يو غير متوقع انتخاب ګڼل کېده. د دوو باخبره سرچينو په وينا، هغه له ټاکل کېدو راپدېخوا عراق ته هېڅ رسمي سفر نه دی کړی.
همدارنګه، دوه عراقي چارواکو ويلي، ساوایا پلان درلود چې تېر جمعه بغداد ته ولاړ شی او له لوړپوړو چارواکو سره وګوري، خو دا سفر او ناستې په ناڅاپي ډول لغوه شوې. دغه بدلونونه څو ورځې وروسته هغه مهال وشول، چې ټرمپ خبرداری ورکړ چې که نوري المالکي بېرته د صدراعظم په توګه را وګرځي، واشنګټن به له عراق سره خپله مرسته بنده کړي.




